زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/04/25 - 05:05:4
زيارة: 318
مشاركة مع الـأصدقاء

افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو
 افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو

ایران او پاکستان د یوه سوله ییز، متحد، ملي حاکمیت لرونکي او خپلواک افغانستان په توګه د خپل ګاونډي هېواد د پرمختګ لپاره پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ، خو په دې هیواد کې یې تروریستي سازمانونه د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ وبلل.

دواړو هیوادونو په هغه ګډه اعلامیه چې پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د درې ورځني رسمي سفرپه پای کې پرون چهارشنبې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې ویلي دي، دې ته په پام چې په افغانستان کې موجوده تروریستي سازمانونه سیمه ییز او نړیوال امنیت ته جدي ګواښ دي؛ دواړو لورو د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او امنیت په برخه کې د همکارۍ پر زیاتوالي او د ترهګرۍ پروړاندې یوې متحدې جبهې ته د پراختیا ورکولو لپاره پر خپل چمتووالي بیا ټینګار وکړ.

که څه هم په اعلامیه کې په مشخص ډول د هغو ترهګرو ډلو چې د دواړو هیوادونو په وینا، په افغانستان کې حضور لري او د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ بلل کیږي، نومونه نه دي اخیستي خو اسلام آباد تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډله د پاکستان امنیت او ثبات ته جدي ګواښ بولي.

دغه ډله چې د اسلام اباد په وینا، پر افغانستان واکمنو طالبانو ورته پناه ورکړې او د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه سرته رسوي؛ هغه ادعا چې طالبانو په کلکه رد کړې ده.

د افغانستان بل ګاونډ ایران بیا د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې له پلوه چې په افغانستان کې یې د طالبانو په څه باندې دوه نیم کلنه واکمنۍ کې د ډېرو خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی او همدارنګه یې په تیره جنوري میاشت کې د ایران د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې د ځان وژونکو بریدونو مسولیت اخیستی، ډېره اندېښنه لري.

په دې وروستیو کې په ایران او پاکستان کې د جیش العدل او جندالله ډلو چې دواړه هېوادونه یې د ځان لپاره ګواښ بولي، د فعالیتونو زیاتیدا تهران او اسلام آباد ته دې ته اړ کړل چې یو د بل په خاوره کې د دغو ډلو اړوند ځایونو باندې مستقیم بریدونه وکړي.

د ایران اوپاکستان په ګډه اعلامیه کې که څه هم د دواړو هېوادونو په خاوره کې د کومو مشخصو ترهګرو ډلو یادونه نه ده شوې، خو دواړو لورو د ترهګرۍ د ټولو بڼو د غندنې ترڅنګ ویلي چې ترهګري د سیمې سولې او ثبات ته ګډ ګواښ او د سیمې د پرمختګ پروړاندې لوی خنډ دی.

ایران او پاکستان همدارنګه په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو هڅو د همغږي کولو یادونه کړې او په دې برخه کې یې د موجوده سیمه ییزو چوکاټونو یافورمنو پرمثبتې ونډې ټینګار کړی.

په اعلامیه کې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي ترڅنګ دواړو لورو دا منلې چې په اساسي پرېکړو کې د افغانانو د ټولو قشرونو د ونډې زیاتیدل به په دې هېواد کې د سولې او ثبات له لا ټینګښت سره مرسته وکړي.

ایران او پاکستان چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان غړي هم دي، همدارنګه له افغانستانه سره د شانګهای د همکارۍ د سازمان د تماس ډلې د فعالیتونو د ژر پیلیدو پراهمیت ټینګار وکړ ترڅو په سیمه کې د ثبات د ساتلو او د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې سره همغږي شي.

د طالبانو حکومت تراوسه د ایران او پاکستان د دغې ګډې اعلامیې په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې د داډول څرګندونو په وړاندې په غبرګونونو کې ویلي چې افغانستان اوس امن دی او هیڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد له خاورې نورو ته ګواښ متوجه کړې او په واک کې نورو افغانانو ته د ګډون په اړه غوښتنې هم رد کړي او هغه یې د افغانستان کورنۍ مسله بللې ده.

پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په مشرۍ د پلاوي په دې سفر کې چې پرون چهارشنبې پای ته ورسېد، دواړو لورو موافقه وکړه چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي اړیکې به پراخوي او تر راتلونکو پنځو کلونو پورې دوه اړخیزه سوداګري به لس ملیارډ ډالرو ته لوړه کړي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31271






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم